په میانمار کې د پوځ لخوا د مظاهره کوونکو وژنې دوام لري

په میانمار کې د پوځي‌ کودتا پر خلاف په روانو مظاهرو کې د مړو شمیره ۷۶۵ تنو ته لوړه شوه.

1632968
په میانمار کې د پوځ لخوا د مظاهره کوونکو وژنې دوام لري

 

د میانمار پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ تنه نور مظاهره کوونکي‌ هم په ډزو د ویشتو سره ووژل .

تیره ورځ‌ د میانمار د پاکنت، ویتلیت، ماندالیا او هسي پاو  په ښارونو کې د کودتا پر خلاف مظاهرې وشوې.

په میانمار کې  د سیاسي‌ زندانیانو نه ملاتړ بڼسټ ویلي‌ دي‌ چې په میانمار کې امنیتي‌ ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ تنه نور مظاهره کوونکي‌ په ډزو د ویشتو او وژلو سره د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۷۶۵ تنو ته لوړه شوه.

امنیتي‌ ځواکونو تر اوسه پورې ۳۵۵۵ تنه مظاهره کوونکي‌ نیولي‌ دي‌ او ۱۳۶۹ تنو د نیولو امر شتون لري.

د بله پلوه په میانمار کې د کودتا پر خلاف د  ملي‌ یووالي‌ د ډلې مشر باو کیاو هیح وویل چې د فبروري د کودتا نه وروسته د کودتاچي‌ نظام پر خلاف پيل شوي‌ کودتاګانې او مقامت په اصل کې د ټولو قومي‌ ډلو لپاره یو ډیر ستر فرصت دی. ددې فرصت نه باید په ډیره ښه توګه استفاده وکړو.

په هیواد کې ټول په ګډه باید د پوځي‌ ډیکټاټورۍ پر خلاف مبارزه وکړو او وجنګیږو.

هغه د هیواد په ټولو وسله والو قومي‌ ډلو د کودتاچي‌ نظام پر خلاف د یو ځای کیدو او په ګډ د حرکت کولو غږ وکړ.



اړوند خبرونه