په امریکا کې وسله وال برید شوی

د امریکا د ویسکانسن په ښار کې وسله وال برید شوی

1632172
په امریکا کې وسله وال برید شوی

 د امریکا متحده ایالتونو د ویسکانسن  په ښار کې په  په یوې کیسینو یا قمارخانه وسله وال برید شوی دی.

د ویسکانسن د  ښار پولیسو ویلي دي‌ چې د یو تن برید کوونکي‌  د  خالي‌ د ورځې په ناوخته ساعتونو په یوې کیسینو یا قمار خانه کې پر خلکو ډزې وکړې.

پدې ډزو کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۷  تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌.

د ویسکانسن پولیسو ویلي دي‌ چې  برید  کوونکی د پولیسو لخوا ویشتل شوی ټپي نیولی دی.

د برید انګیزه معلومه نده.

نوموړې کیسینو یا قمار خانې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي چې دا برید ماسخوتن د ۹ بجو او ۱۸ دقیقو شوی دی. برید کوونکي‌ په خلکو ډزې وکړې چې په نتیجه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۷ تنه ټپیان شول.

همداشان برید کوونکی  نیول شوی او تحقیقات ترینه دوام لري.

د ټپیانو د روغتیايی حالت په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه