امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د خپلو سرتیرو په ویستو پيل وکړ.

امریکا او ناټو د افغانستان د خپلو ځواکونو په ویستو پیل وکړ

1628098
امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه د خپلو سرتیرو په ویستو پيل وکړ.

 

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال میلر د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر په رسمي‌ توګه د پيلیدو نه خبر ورکړ.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ناټو او امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو په ویستو پيل وکړ.

هغه وویل سره ددې چې امریکا د افغانستان نه د سرتیرو د ویستو د پيلولو نیټه د مې د میاشتې لومړۍ نیټه ټاکلې وه خو د نوموړي‌ هیواد نه د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتو بهیر په رسمي‌ توګه پیل وشو. هغه وویل چې د سرتیرو د ویستو بهیر د نیول شوو قوي‌ تدابیرو په چوکاټ کې پیل شو. هغه زياته کړه چې د تجهيزاتو په راټولو او د پوځي هډو په تخليه کولو او دا هډې افغان ځواکونو ته په سپارولو

پيل شوی دی.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن لنډه موده مخکې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو نیټه لږه وځنډوله. هغه وویل چې  د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر به د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې بشپړ شي.

همداشان ځینو رسمي‌ سرچینو بیا وویل چې امریکا په پام کې لري‌ چې د جولای تر ۴ مې نیټې د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي.



اړوند خبرونه