د اندونیزیا په تحت البحري‌ کښتۍ کې ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په اندونیزیا کې د اپریل په ۲۱ مه نیټه د لا درکه شوې تحت البحري‌ کښتۍ ټول پرسونل ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1627892
د اندونیزیا په تحت البحري‌ کښتۍ کې ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 

د اندونیزیا د سواحلو د ملي‌ ځواکونو قومندان مارشال هادي تاژجانتو وویل چې  تحت البحري‌ کښتۍ لا درکه شوې نده بلکې د بالي‌ په ټاپو کې د غوپې وهلو پر مهال ډوله شوې ده . پدې اړه غوڅ دلایل او شواهد موندل شوي‌ دي.

د بله پلوه د اندونیزیا پوځي‌ چارواکیو ویلي‌ دي‌ چې د نوموړې تحت البحري‌ کښتۍ د اکسیجن ذخیره نن په وختي‌ ساعتونو کې پایته رسیدلې ده او دا ددې ښکارندويي کوي‌ چې پدې تحت البحري‌ کښتۍ موجود ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې د نوموړې تحت البحري‌ کښتۍ سره د اپریل په ۲۱ مه نیټه تماس پرې شوی وو.

اندونیزیا ویلي‌ وو چې دا تحت البحري‌ کښتې د بالي‌ ټاپو شمال لوري‌ ته په ۹۵ کیلومترۍ کې لا درکه شوې وه.

اندونیزیا سمندري‌ ځواکونو د نوموړې تحت البحري کښتۍ د موندولو په خاطر ۶ جنګي‌ کښتۍ، یو چورلکه او ۴۰۰ پرسونل په دنده ګمارلي وو.

د پله پلوه په هغه سیمه کې چې تحت البحري‌ کښتۍ لا درکه شوې وه د تیلو نښې او نښانې مودنل شوې وې.



اړوند خبرونه