روسیې د پولنډ ۵ تنه ډیپلوماټو د شړولو پریکړه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ډیپلوماتیکو اړیکو کې د بالمثل چلند په چوکاټ کې د پولنډ ۵ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

1627051
روسیې د پولنډ ۵ تنه ډیپلوماټو د شړولو پریکړه وکړه

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د پولنډ  سفیر وزارت ته راوبله او هغه ته يي ۵ تنو پولنډي‌ ډیپلوماټانو د ډیپورتولو د پریکړې په خبر ورکړ او هغه ته يي یو جلا یاداشت هم ورکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې په مسکو کې د پولنډ سفیر وزارت ته راغوښتې او هغه ته يي یاداشت ورکړی دی.

د ویلو ده چې پولنډ یو څه موده مخکې د امریکا متحده ایالتونو سره د همغږۍ په بهانه ۳ تنه روس ډیپلوماټان نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړل او د ډیپورتولو پریکړه وکړه.

روسیې د پولنډ د حکومت دا پریکړې په ډیره کلکه توګه وغندله .

روسیې ویلي‌ دي‌ چې پولنډ په قصدي‌ ډول دوه اړخیزو اړیکو ته د زیان رسولو په خاطر په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی. همداشان پدې وروستیو کې کلونو کې پولنډي چارواکیو د روسیې سره خپل تماسونه د چا خبره صفر نقطې ته رارسولي او پدې هیواد کې د روسیې‌ پر خلاف یو ستر کمپاین پیل شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت په ډیپلوماټیکو اړیکو کې د بالمثل چلند د اصولو سره سم په مسکو کې د پولنډ د سفارت ۵ تنه ډیپلوماټان نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان او د ترکیې نه د ویستو پریکړه کړې ده .

د پولنډ ډیپلوماټانو ته د روسیې  د وتو په خاطر د مې د میاشتې تر ۱۵ مه نیټه مهلت ورکړ


پيوندونه: #پولنډ , #روسیه

اړوند خبرونه