انګلستان غواړي د افغانستان نه خپل ځواکونه د سپټمبر تر ۱۱ مې میاشتې وباسي
انګلستان هم د امریکا د پلان په مطابق غواړي د افغانستان نه خپل سرتیري تر سپټمبر ۱۱ مې میاشتې وباسي
انګلستان په پام کې لري چې د امریکا د پلان پر مطابق د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې نیټې د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي.
دا خبره د ټایمز ورځپاڼې کړې ده .
یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې انګلستان په کابل کې د پوځي اکاډمۍ چیرته چې د افغان حکومت لپاره پکې پوځیان روزل کیږي کنټرول افغان حکومت ته د سپارولو لپاره هم چمتوالی نیولی دی.
ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې انګلستان دم ګړۍ په افغانستان کې ۷۵۰ تنه سرتیري لري چې د امریکا نه په خپلواکه توګه پدې هیواد کې دنده ترسره کوي. خو دا سرتیري پدې هیواد کې د امریکا پر اډو او زیربناګانو تکیه کوي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن هم تیره ورځ اعلان وکړ چې د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې پورې به د افغانستان نه خپل سرتیري وباسي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.