چین د علي‌ بابا انلاین تجاري‌ شرکت ته ډیره ستره نقدي‌ جزا ورکړه

چین د علي‌ بابا شرکت ته داسې نقدي‌ جزا ورکړه چې تر اوسه پورې په نوموړي‌ هیواد کی ساری لیدل شوی ندی

1618542
چین د علي‌ بابا انلاین تجاري‌ شرکت ته ډیره ستره نقدي‌ جزا ورکړه

د چین حکومت د نوموړي‌ هیواد د انلاین تجارت مشهور شرکت علي‌ بابا ته د بعضو اصولو او قوانینو نه د تیریو له امله د چین په تاریخ کې بې سارې نقدي‌ جزا ورکړه.

د چین د بازارونو د تنظیم د چارو ادارې ویلي‌ دي چې د علي‌ بابا شرکت د ازاد رقابت د محدودولو سره په بازار کې په ازاده توګه د توکو د ګرځیدو مخه نیولې ده . علي‌ بابا شرکت په بازارونو کې د خپل پياوړي‌ موقف نه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

یاد شوې ادارې د علي‌ بابا شرکت په ۲ عشاریه ۸ میلیارده ډالرو نقدي‌ جزا محکوم کړ.

د ویلو ده چې د چین د بازارونو د تنظیم د چارو ادارې د مارچ په ۱۲ مه نیټه هم د چین د انلاین پلټنې شرکت بایدو، تین سنټ، دیدي‌ موبیلیتي‌ او سافټ بانک په ګډون ۱۲ شرکتونه هر یو په ۷۷ زره ډالره نقدي‌ جریمې جریمه کړ.

یادې شوې ادارې ویلي‌ وو چې نوموړو شرکتونو د ازادو بازارونو د قوانیو او اصولو نه سرغړونه کړې وې.

چین د  ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو د انحصاري‌ کړونو د مخنیوي‌ په خاطر ځیني‌ نوي‌ اصلاحات رامنځته کړي‌ وو. چین دا اصلاحات د فبروري‌ په ۸ مه نیټه اعلان کړي‌ وو.



اړوند خبرونه