په امریکا کې په یو کور وسله وال برید شوی دی

د امریکا د سویلي‌ کارولینا په ایالت کې په یو کور خونړی برید شوی

1617164
په امریکا کې په یو کور وسله وال برید شوی دی

د امریکا متحده ایالتونو د سویلي‌ کارولینا په ایالت کې په یو کور د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سویلي‌ کارولینا ایالت د یارک کاونټي‌ د ښار پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې  د راک هیل  ولسوالۍ ته نږدې په یو کور وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې د یو ډاکټر ، د هغه د میرمنې او دوو لمسیانو په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یارک کاونټي‌ د ښار د پولیسو ویاند ترینټ فاریس ویلي‌ دي‌ چې دا پيښه د امریکا په ځايي وخت د چارشنبې ورځې د مازیګر په ۴ بجو او ۴۵ دقیقو رامنځته شوې ده .

هغه وویل چې د نوموړي‌ برید په اړه پولیسو ته د راپور د رسیدو  نه سمدلاسه وروسته  د پيښې ځای ته ورسیدل. کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل ډاکټر او هغه میرمن په یوې خونه کې  مړه وموندل. دواړه په ډزو ویشتل شوي وو چې د ټپونو له امله يي ژوند د لاسه ورکړی وو.

همداشان په بله خونه کې د هغه دوه تنه لمسیان هم په ډزو ویشتل شوي‌ مړه وموندل شول.

همداشان پدې پيښه کې یو تن بل هم  چې سخت ټپي‌ شوی وو په روغتون کې ساه ورکړې ده .

پولیسو ویلي دي چې د برید لامل معلوم ندی خو په اړه يي‌ تحقیقات پيل کړي‌ دي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکی هم په یو نږدې کور کې نیول شوی دی.



اړوند خبرونه