په امریکا کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسان ټپيان شوي

د امریکا د فلادلفیا په ښار کې وسله وال برید شوی

1609735
په امریکا کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسان ټپيان شوي

د امریکا متحده ایالتونو د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په ښار کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.

د فیلادلفیا پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د فیشټون په سیمه کې یو تن برید کوونکي د یوې میخانې په مخکې پر ولاړو خلکو ډزې کړي چې په نتیجه کې ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.

پولیسو په وینا کې په سیمه کې د امنیتي کمرو له مخې برید کوونکي په سړک کې پر ولاړ خلکو ډزې کړي او ۷ تنه يي ټپیان کړي.

د روغتون چارواکیو د ۴ تنو ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه انديښنه ښودلې ده .

د بله پلوه پولیسو د پیښې په سیمه کې دوه تبانجې موندلي دي.

د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات پيل شوي دي. د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.



اړوند خبرونه