روسیه : امریکا او اروپايي ټولنه د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي

روسیې امریکا او اروپايی ټولنه د نړۍ د هیوادونو په کورنیو چارو کې پر مداخلې تورن کړل

1608522
روسیه : امریکا او اروپايي ټولنه د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله کوي

د روسیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون رئیس لیونید سلوتسکي  امریکا متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه د یو زیات شمیر هیوادونو په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې او مداخلې تورن کړل.

د ویلو ده چې ترکیې د ملي شورا د رئیس مصطفی شنتوپ په کوربه توب جوړ شوی د پارلمان د رئیسانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او سیمه ایزو اړیکو د پياوړتیا څلورم کنفرانس د ترکیې د انتالیا په ولایت کې دوام لري.

د روسیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون رئیس چې په انلاین ډول پدې کنفرانس کې ګډون کړی وو په خپله وینا کې د امریکا او اروپايي ټولنې نه جیوپولتیک رقیبانو په توګه یادونه وکړه او د نوموړو لخوا پر روسیې باندې لګولو شوو یوه پلوه تحریمونو په اړه يي ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا او اروپايي ټولنې  پدې کنفرانس کې ګډون کوونکي د چا خبره ټولو هیوادونو په کورنیو چارو کې  په مستقیم او غیرې مستقیم  توګه مداخله او لاسوهنې کړي دي.

له بده مرغه چې مداخله او لاسوهنه دوام لري. دا لاسوهنې او مداخلې هم  په ډول ډول بهانو لکه غلطه وسله مو اخیستې ده او د غلطو کسانو نه مو تیل اخیستي دي په څیر .

پدې ډول خپلو لاسوهنو او غیرې قانوني مداخلو ته مشروعیت ورکوي.

همداشان د چین د پارلمان د دایمی کمیټې رئیس بیا کنفرانس ته په خپله وینا کې د امنیتي مسایلو په اړه په همکارۍ ټینګار وکړ.

د یلو ده چې پدې کنفرانس کې د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد اکبر ستانکزي هم ګډون کړی وو.

هغه کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې د افغان ولس په استازیتوب د ترکیې نه ډیره زیاته مننه کوو. د کرونا ویروس پدې سخته موده کې مونږ ته د مرستې لاس اوږد کړ او د افغان ولس سره يي د کړو مرستو له امله منندوی یو.

 

 

 

 



اړوند خبرونه