مادورو : امریکا او اروپا د تحریمونو سره وینزویلا ته ۳۰ میلیارده ډالره زیان رسولی دی

نیکولاس مادورو : د امریکا او اروپا تحریمونو زمونږ د کرونا ویروس پر خلاف مبارزه د ستونزو سره مخامخ کړې ده

1588954
مادورو : امریکا او اروپا د تحریمونو سره وینزویلا ته ۳۰ میلیارده ډالره زیان رسولی دی

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وویل چې د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا پر دوي د  لګول شوو تحریمونو له امله د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د ډیرو زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

مادورو د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ۴۶ مې غونډه کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

هغه په خپله وینا کې د امریکا او اروپا لخوا په وینزویلا د لګول شوو تحریمونو نه یادونه وکړه.

هغه وویل چې امریکا او اروپايي ټولنې پر وینزویلا څه باندې ۴۵۰ یو پلوي تحریمونه لګولي دي. دې تحریمونو د کرونا ویروس پر خلاف زمونږ مبارزه ټکنۍ کړې ده.

هغه وویل چې ددې تحریمونو له امله وینزویلا ته څه باندې۳۰  میلیارده ډالره مالي زیان اوښتی دی. که چیرې دا تحریمونه نوې مونږ کولای شو چې ددې پيسو د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې استفاده وکړو.

مادورو ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا تحریمونه هیڅډول قانوني بڼه نلري. ددې ترڅنګ په هیواد کې جدي انساني تراژیدۍ ته لار پرانیستې ده .

ددې تولو تحریمونو سره  سره د وینزویلا حکومت په وړیا توګه روغتیايي خدماتو ته دوام ورکوي او د کرونا پر خلاف مبارزه هم په بریالۍ توګه پرمخ روانه ده.

هغه وویل چې د روسیې نه مو سپوتنیک ۵ واکسین اخیستی دی. ددې واکسین لومړنی ۱۰۰ زره ډوزه وینزویلا ته رارسیدلی دی او د رواتلونکې اونۍ په پيل کړې به د واکسین په تطبیق پيل وشي.

هغه وویل چې په وینزویلا کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۱۳۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳۶ زره ۵۴۵ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.



اړوند خبرونه