د امریکا د تکزاس په ایالت کې د سړې هوا له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس په ایالت کې د ډیرې سختې سړې هوا او واورین توپان په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ژوند دل اسه ورکړی او پر میلیونونو تنو برښنا پرې شوې ده .

1585338
د امریکا د تکزاس په ایالت کې د سړې هوا له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
امریکا۱.jpg

 

د امریکا یوه لویه برخه چې د ډیرې قوي سړې هوا د څپې تر اغیزو لاندې قرار لري د واورین توپان په نتیجه کې په لویې برخې برښنا پرې شوې ده .

همداشان په یو زیات شمیر سیمو کې د کرونا ویروس د واکسین مرکزونه تړل شوي دي. همداشان په ځینو سیمو کې چې برښنا شتون لري د سړې هوا له امله د خنډ سره مخامخ دي.

د امریکا د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي چې دا سړه څپه به د اونۍ تر پایه پورې دوام وکړي.

په تکزاس ایالت کې د هوا د ډیر زیات سړښت او واورین توپان له امله د انرژۍ شبکې په دوامداره توګه تخنیکي ستونزې ورکوي او د برښنا جریان پرې کیږي. د ډیر سخت باد له امله د برښنا د تولید توربینونه له فعاله لویدلي دي.

د تکزاس د پولیسو او ځايي رسنیو د خبر له مخې ددې ایالت د لوئیزینا ، کینتاکي او میسوري په ښارونو کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا ولسمشر بایدن د هغه ایالتونو د والیانو سره چې د سختې سړې هوا له امله ډیر زیات اغیزمن شوي دي خبرې کړي دي او د فدرال حکومت لخوا د هغوې سره يي بیړني مرستو ته چمتوالی ښودلی دی.

د هاوس ټاون د ښار یو میلیون او ۳۰۰ زره تنه وګړي د برښنا د نعمت نه محروم شوي دي. د ښار ښاروال هر څه ژر د برښنا د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده .

د بله پلوه د تکزاس د سویلي برخو چارواکیو په خلکو په کورونو کې د ګازي بخاریو د کارولو پر مهال د ډیر دقت کولو غوښتنه کړې ده . چارواکیو ویلي دي چې روغتونونو ته یو زیات شمیر د ګازو نه د مسمومیدو پيښې انتقال شوي دي.



اړوند خبرونه