په فرانسه کې په ۲۰۲۰ کال کې د اسلام دښمنه بریدونو کچه ۵۳ سلنه لوړه شوې

په فرانسه کې په ۲۰۲۰ کال کې د اسلام دښمنو بریدونو کچه د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۵۳ سنله لوړه شوې ده.

1573524
په فرانسه کې په ۲۰۲۰ کال کې د اسلام دښمنه بریدونو کچه ۵۳ سلنه لوړه شوې

 

د فرانسې د اسلامي شورا اړوند د فرانسې د اسلام فوبیا  د څار مرکز رئیس عبدالله ذکري ویلي دي چې په فرانسه کې تر ټولو زیات اسلام دښمنه بریدونه د رون الپ، پراونس آلپ کوت دازو او پلازمینې پاریس کې ترسره شوي دي.

ذکري ویلي دي چې تیر کال په فرانسه کې جمعآ ۲۳۵ اسلام دښمنه بریدونه ترسره شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم ۱۵۴ وو چې په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۵۳ سلنه لوړه شوې ده.

هغه ویلي دي چې په ۲۰۲۰ کال کې په فرانسه کې په جوماتونو د ترسره شوو بریدونو کچه ۳۵ سلنه لوړه شوې ده .

هغه ویلي دي چې یواځې تیر کال د فرانسه کې د اسلام فوبیا د څار مرکز او مسئولینو کورونو ته ۷۰ د ګواښونو ډک لیکونه راستول شوي دي.

همداشان په مجازي نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کرکۍ او نفرت تبلیغاتو کچه او اسلام دښمنۍ ته د لمن وهلو فعالیتونو کچه دومره لوړه شوې ده چې جدي اندیښنې راپارولي دي.

ذکري ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې اسلام د سولې او ورورولۍ دین دی. اسلام د ترهګرۍ سره هیڅډول تړاو نلري. په فرانسه کې د میشتو مسلمانانو لپاره د نورو دینونو د لارویانو په څیر د خپلو دیني عبادتونو د پر ځای کولو او خپل دین د ژوندي ساتلو په اړه باید هر ډول زمینه برابره شي.



اړوند خبرونه