په هندوستان کې د کرونا ویروس د واکسین د تولید په فابریکه کې اورلګیدنه رامنځته شوې
په هندوستان کې د د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د واکسین د تولید په یوې فابریکه کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې دا فابریکه د کرونا ویروس د واکسین د تولید تر ټولو ستره فابریکه ده.
دا پيښه د هندوستان په لویدیځ کې د پونا په ښار کې رامنځته شوې ده .
د پونا د ښار ښاروال ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. د پيښې وژل شوي کسان ددې فابریکې د ساختمان لاندې د برخې کارګران دي.
ویل کیږي پدې فابریکه کې د استرازینیکا او اکسفور پوهنتون لخوا جوړ شوي د کووید ۱۹ واکسین تولیدیږي.
سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې اورلګیدنه ددې فابریکې په هغه برخه کې چې ساختماني چارو پکې دوام درلود رامنځته شوې ده .
د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو ګمان کیږي چې د ویلډینګ له امله رامنځته شوي وي.
پداسې حال کې چې د شرکت مالکانو د پيښې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده خو یو تن چارواکي بیا ویلي دي چې دا اورلګیدنه به ددوې د تولید چارې د خنډ سره مخامخ نکړي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.