بایدن به په اسلامي هیوادونو د ویزو بندیز لغوه کړي
بایدن به د ولسمشر په توګه د دندې د پيلولو نه وروسته د لومړۍ دندې په توګه د ټرمپ یو زیات شمیر فرمانونه لغوه کړي
د امریکا متحده ایالتونو نوی منتخب ولسمشر جو بایدن به لوړې د کولو نه وروسته د لومړنۍ دندې په توګه د ولسمشر ټرمپ لخوا پر ځینو اسلامي هیوادونو لګول شوي د ویزو د بندیز او پاریس د اقلیم تړون نه د وتو اړوند بعضې تقنیني فرمانونه فسخه کړي.
دا خبره د بایدن د قلم مخصوص رئیس رون کلاین کړې ده . هغه د جو بایدن د ولسمشرۍ ډلې ته یو لیک استولی دی او دې خبرې ته يي پکې ځای ورکړی دی.
هغه پدې لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې جو بایدن د امریکا د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه سمدلاسه وروسته به د لومړنۍ دندې په توګه د ولسمشر ټرمپ لخوا د یو زیات شمیر جنجالي تقنیني فرمانونو د فسخه کولو په خاطر تقنیني فرمان لاسلیک او خپور کړي.
بایدن به د ټرمپ لخوا په بعضو اسلامي هیوادونو لګول شوې د ویزې د بندیز او د پاریس د اقلیم د تړون نه د جلا کیدو فرمانونه فسخه کړي. همداشان د مکسیکو په پوله کې د کډوال د ماشومانو نه د جلا کولو په اړه به هم د ټرمپ فرمان لغوه کړي.
همداشان هغه به په هیواد کې د ماسک اغوستل په جبري مسئلې بدل کړي.
هغه ویلي دي چې بایدن به د خپلې دندې په لومړنیو لسو ورځو کې یو زیات شمیر تقنیني فرمانونه لاسلیک او خپاره کړي او د ټرمپ یو زیات شمیر جنجالي فرمانونه به لغوه کړي.