په امریکا کې په وسله وال برید کې ۵ تنه وژل شوي دي
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې په وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1560957
د شیکاګو پولیسو ویلي دي چې یو تن برید کوونکي په یو ورځ کې په څو جلا وسله والو بریدونو کې په ۷ تنو بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
برید کوونکی هم د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي جرمي سابقه هم درلوده.
۳۲ کلن برید کوونکی په ۲۰۰۵ کال کې د وسلو او نشه يي توکو د قانون نه د تیري، غلا، مرګوني وسله وال بریدونو او د کورنۍ په منځ کې د تاوتریخوالي په ګډون په یو زیات شمیر جرمو په ترسره کولو تورن وو.