شمالي کوریا : زمونږ تر ټولو ستر دښمن امریکا دی
کیم جونګ اون : امریکا زمونږ تر ټولو ستر دښمن او د توسعې پر وړاندې خنډ دی
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون وویل چې زمونږ تر ټولو ستر دښمن امریکا متحده ایالتونه دي.
هغه دا څرګندونې د شمالي کوریا د واکمن کارګر ګوند د کانګرې غونډې ته په وینا کې وکړې. هغه وویل د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا خصمانه او دښمنیو نه ډک سیاستونه هیڅوخت تغیر نه مومي . دا مهمه نده چې څوک په سپینه ماڼۍ کې په واک کې وي.
هغه وویل چې ددې ډول خصمانه سیاستونو نه لاس اخیستل د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
هغه وویل چې ددینه وروسته به په بهرني سیاست کې زمونږ ټول تمرکز د امریکا د ګونډو کولو په اړه وي ځکه چې دا هیواد زمونږ تر ټولو ستر دښمن او زمونږ د پرمختیا پر وړاندې ستر خنډ دی.
هغه ژمنه وکړه چې د خپلواکو او ضد امپریالستي قوتونو سره به خپلې اړیکې لا پسې مضبوطي کړي.
همداشان هغه د لا پرمختللو اټومي وسلو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې هیواد يي هیڅوخت د اټومي وسلو نه بې ځایه او سوء استفاده نده کړې خو د خپل اټومي وسلو د ظرفیت د لوړولو په لټه کې یو.
هغه په خپل هیواد کې د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو، سوپر سونیک توغندیو، پرمختللو ډرون الوتکو او لویو وچو نه تیریدونکو پرمختللو اوږد واټنه بالستیک په جاسوسي سپوږمه کیو سمبال توغندیو د جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل چې هیواد يي لا پرمختللو وسلو ازمایښتونو ته تیاری نیسي. ددې ترڅنګ په اټومی وسلو سمبال تحت البحري کښتۍ د جوړولو په اړه هم تحقیقات پایته رسیدلي دي.