د روغتیا نړۍوال سازمان : ۳۶ شتمنو او ۶ متوسطو هیوادونو د کرونا واکسین په تطبیق پيل کړی

روغتیا نړۍوال سازمان : شتمنو او متوسطو هیوادونو د کرونا ویروس واکسین پیرودلي او په تطبیق يي پیل کړی خو فقیرو هیوادونو تر اوسه پورې دا واکسین ندی ترلاسه کړی او نه يي پیرودلی دی

1560361
د روغتیا نړۍوال سازمان : ۳۶ شتمنو او ۶ متوسطو هیوادونو د کرونا واکسین په تطبیق پيل کړی

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروز اډانوم ګبریزس وویل چې د نړۍ په ۳۶ پرمختللو او ۶ متوسطو هیوادونو کې د کرونا ویروس د واکسین په تطبیق پيل شوی دی خو ډیری  وروسته پاتو او فقیرو هیوادونو د واکسین نه ترلاسه کول یوه ډیره جدي ستونزه ده.

هغه دا څرګندونې د سویس په پلازمینه جینیوا کې د ویدیو کنفرانس له لارې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې د روغتیا نړۍوال سازمان یوې ډلې کارپوپانو او څیړونکو چې په پام کې وه د کرونا ویروس د ریښې د څيړولو په خاطر تیره اونۍ چین ته سفر وکړي د چین لخوا ورته تر اوسه پورې د اجازه نده ورکړ شوې.

هغه وویل چې ددې ستونزې د حل په خاطر د کارپوهانو او چیني مقاماتو ترمنځه خبرې اترې دوام لري خو تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې دې ډلې ته به چین ته څه وخت د تلو اجازه ورکړ شي.

هغه وویل چې نن ورځ د نړۍ په ۳۶ پرمختللو او ۶ متوسطو هیوادونو په ګډون په ۴۲ هیوادونو کې د کرونا ویروس د واکسین په تطبیق پيل شوی دی خو په وروسته پاتو او فقیرو هیوادونو کې د کرونا ویروس واکسین نه شتون او جدي ستونزه رامنځته کړې ده .

هغه وویل چې له بده مرغه فقیرو هیوادونو تر اوسه پورې واکسین ندي پیرودلي. دا ستونزه باید حل کړو. دا ستونزه باید په ګډه توګه حل کړو.

هغه وویل شتمنو هیوادونو د کرونا ویروس هغه واکسین چې د فاز درې تحقیقاتو مرحله يي سرته رسیدلې ده ټول پیرودلي دي.

د بله پلوه د نړۍ ساینس پوهانو وايي تر کومه چې د ټولې نړۍ ۷۰ سلنه وګړي واکسین نشي د کرونا ویروس خطر له منځه نه ځي. د ساینس پوهانو په اند یواځې د شتمنو هیوادونو واکسینیدل ددې پراخه وبا ناروغۍ د لمنځه وړو لپاره کافي ندی.



اړوند خبرونه