ایلان ماسک د نړۍ تر ټولو د شتمن کس عنوان ترلاسه کړ

د تسلا برښنايي موټرو او سپیس ایکس فضايي شرکت خاوند ایلان ماسک د ۱۸۸عشاریه ۵ میلیاردو ډالره شتمنۍ سره د نړۍ تر ټولو د شتمن عنوان ترلاسه کړ.

1560019
ایلان ماسک د نړۍ تر ټولو د شتمن کس عنوان ترلاسه کړ

 

د امریکا او نړۍ د ونډو په بازارونو کې د تسلا د شرکت د ونډو بیه د پنځه سلنې د لوړیدو سره د یاد شوي شرکت خاوند ایلان ماسک په نړۍ کې د ۵۰۰ تنو تر ټولو شتمنو کسانو په کتار کې په لومړي سر کې ځای ونیو.

د بلامبرګ د میلیاردانو د انډکس له مخې ماسک د ۱۸۸ عشاریه ۵ میلیاردو ډالره شتمنۍ سره د امازون د شرکت د خاوند جیف بیزوس نه خپه واړوله او په لومړي کتار کې ځای ونیو. ایلان ماسک د جیف بیزوس نه د نړۍ تر ټولو د شتمن کس ځای ونیو.

د ویلو ده چې په تیر یو کال کې د ونډو په بازارونو کې د تسلا د شرکت د ونډو بیې د لوړیدو له امله د ایلان ماسک په شتمنۍ کې ۱۵۰ میلیارده ډالره اضافه کړل.

د ویلو ده چې د تسلا شرکت ونډو بیه یواځې تیر کال ۷۴۳ سلنه  لوړه شوې ده.

د ویلو ده چې ایلان ماسک تیره میاشت په خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې مادیات دده لپاره ډیر مهم ندي چې د همدې امله د تسلا او سپیس ایکس د شرکتونو نه پرته په نورو برخو کې پانګه والي نلري. هغه ویلي دي چې یواځنی هدف په مریخ کې د یو ښارګوټي جوړول دي.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ د ۵۰۰ تنو شتمنو کسانو شتمني ۱ عشاریه ۸ تریلیونه ډالره نوره هم ډیره شوې او ۷ عشاریه ۶ تریلیونه ډالرو ته رسیدلې ده .


پيوندونه: #ایلان ماسک

اړوند خبرونه