اسرائیلو د حلب ښار په هوايي ډګر هوايي برید کړی چې په پایله کې يي ۳۶ تنه سوري سرتیري وژل شوي دي.

اسرائیلو د سوریې د حلب ښار په هوايي ډګر هوايي برید کړی چې په پایله کې يي ۳۶ تنه سوري سرتیري وژل شوي دي.

2122150
اسرائیلو د حلب ښار په هوايي ډګر هوايي برید کړی چې په پایله کې يي ۳۶ تنه سوري سرتیري وژل شوي دي.

اسرائیلو د سوریې د حلب ښار په هوايي ډګر هوايي برید کړی چې په پایله کې يي ۳۶ تنه سوري سرتیري وژل شوي دي.

اسرئیلو  د سوریې په شمال لویدیځ کې د حلب په ولایت کې  د هوايي ډګر او دفاعي فابریکو په مرکزونو  هوايي برید وکړ.

د سوریې حکومت ته نږدې سرچینو اعلان کړی چې د اسرائیلو جنګي الوتکو په سیفیر ولسوالۍ کې نړیوال هوایی ډګر او دفاعي فابریکې په نښه کړې. ویل شوي، چې د سوریې د پوځ هوايي دفاعي سیستم د دښمن راکټونو ته ځواب ورکړی.

په داسې حال کې چې تر اوسه د دغه برید په اړه کومې خواوې رسماً څه نه دي ویلي، خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې پدې بریدونو کې  لږترلږه ۳۶ سوري پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، اسرائیل کله ناکله د حلب او دمشق پر هوايي ډګرونو، د ایران په ملاتړ ډلو او د سوریې د پوځ پر پوځي مرکزونو بریدونه کوي.


پيوندونه: #حلب , #اسرائیل , #سوریه

اړوند خبرونه