د اردن د بهرنیو چارو وزیر له نړۍوالې ټولنې پر اسرائیلو د فشار راوستو غوښتنه وکړه

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې پر اسرائیلو فشار راوړی  تر څو د غزې د تړانګې په جنوب کې په رفح ښار باندې د ځمکني برید یا عملیاتو  د پلان او د نوي قتل عام مخه ونیسي، چیرته چې یو نیم ملیون فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

2130710

صفدي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي چې ټولې خواوې باید پر اسرائیلو فشار راوړي چې پر رفح د ځمکني برید مخه ونیول شي.

د اردن د  بهرنیو چارو وزیر الصفدي خبرداری ورکړ چې په رفح باندې د ځمکني برید په صورت کې به یو نوی قتل عام رامینځته شي چیرې چې یو نیم میلیون فلسطینیانو پناه اخیستې او ټینګار یې وکړ چې د دې مخه باید ونیول شي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو، چې د نړيوالې ټولنې له ټولو خبرداريو سره سره يې پر رفح د بريد پلان يو ځل بيا تکرار کړ، د اپريل په اتمه په خپله وينا کې وويل چې "د بريد لپاره نیټه ټاکل شوې ده."

د اسرائیلو د دولتي ټلویزیون KAN د اپریل په ۱۴ نیټه په خبر کې ادعا نتنیاهو چې په رفح ښار د برید او عملیاتو نیټه اعلان کړې وه دا عملیات يي ځنډولي دي.

دا ادعا هم شوې چې اسرائیل پلان لري چې په دوو اونیو کې رفح ته نږدې لس زره خیمې ودروي ترڅو هغه کسان چې د ځمکې له برید دمخه یې په سیمه کې پناه اخیستې ده د سیمې وباسي.

همداشان ویل شوي دي چې ددې پلان لپاره د ۳۰ زره نوو خیمو د پیریدو په خاطر هم پلان نهايي شوی دی او دا خیمې به هم دې سیمې ته ولیږل شي.

پيوندونه: #غزه , #اسرائیل , #اردن

اړوند خبرونه