د سوريې په الحسکه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونه شوي دي.
په سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې برید شوی
د سوريې په الحسکه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونه شوي دي.
له ځايي سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د حسکه ولایت د یاروبیه ښارګوټي کې د خراب سیر په هوايي ډګر کې چې امریکايي ځواکونه په کې میشت دي، د بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونه شوي.
امریکايي ځواکونو د برید په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ویلو ده چې د فرات سیند په لویدیځه څنډه کې میشت د ایران پلوي ملیشه ډلو د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه د عمر د تیلو په سیمه کې په میشتو امریکايي ځواکونو راکټي بریدونه کړي وو.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په سوریه کې د طنیف سیمه کې د امریکا د پوځ په هډو، د عراق پولې ته څیرمه د مالکیه ولسوالۍ، د حسکه ولایت شدادي ولسوالۍ او دیرالزور ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر هډو د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو سره بریدونه کیږي.
له بلې خوا له عراق څخه په سوريه کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پر هډې هم توغنديز بريد شوی دی.
د عراق د حکومت سره تړلې امنیتي رسنیو شبکې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې"د نینوا عملیاتو قوماندانۍ پورې تړلو ټیمونو د هغه غیرقانوني ډلو چې د عراق د خاورې نه په سوریه کې د ائتلافي ځواکونو پر هډې بریدونه کړي دي په لټون پیل کړی دی.
ویل شوي چې د عراق پوځي ځواکونو هغه «موټر» نیولی چې له هغې څخه په سوریه کې پر هډې توغندي توغول شوي وو او د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته یې د سپارلو هڅې روانې دي.