په غزه کې د مړو شمیره ۳۲۶۲۳ تنو ته لوړه شوه
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زره ۶۲۳ ته لوړه شوه.
2122140
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلي پوځیانو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زره ۶۲۳ ته لوړه شوه.
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره په غزې تړانګه باندې د تیرو ۱۷۵ ورخو راهیسې د اسرائیلو د روانو بریدونو په هکله معلومات ورکړل.
القدره ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۷۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۲ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
القدره په دې خبرې سره چې د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زره ۶۲۳ تنو ته رسېدلی، د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۹۲ ته لوړ شوی دی.
د روغتیا وزارت ویاند القدره ټینګار وکړ چې لا هم تر خاورو لاندې مړي پراته دي، خو د اسرائیلي ځواکونو د مداخلې له امله طبي ډلې او د ملکي دفاع غړي نه شي کولای چې جسدونو راوباسي.