حوثیان : په سور سمندرګي او عمان په سمندر کې مو د اسرائیلو ، امریکا او انګلستان ۸۶ کښتۍ په نښه کړي
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې د نوامبر له میاشتې راهیسې یې په سور سمندرګي او عمان سمندرګي کې د اسرائیلو، امریکا او انګلستان ۸۶ بېړۍ په نښه کړي دي.
په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې د نوامبر له میاشتې راهیسې یې په سور سمندرګي او عمان سمندرګي کې د اسرائیلو، امریکا او انګلستان ۸۶ بېړۍ په نښه کړي دي.
د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون ، د حوثي غورځنګ د مشر عبدالمالک الحوثي وینا خپره کړه.
حوثي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د یمن سمندري ځواکونو په دې اونۍ کې ۹ کښتۍ په نښه کړې چې په دې توګه د اسرائیلو، امریکا او انګلستان اړوندې بېړۍ چې د نوامبر له میاشتې راهیسې په سور سمندرګي او عمان سمندرګي کې په نښه شوي دي، شمیر يي ۸۶ ته لوړ شو.
حوثي د دې په بیانولو سره چې د دې اونۍ په اوږدو کې په لسو عملیاتو کې د "دښمن" اهدافو په وړاندې د ۳۷ بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره بریدونه کړي دي، دا عملیات د اسرائیلو د ایلات ښار په وړاندې ترسره شوي.
حوثي دې ته په اشارې سره چې په سور سمندرګي کې د اسرائیلو تګ راتګ د پام وړ کم شوی دی او ټینګار یې وکړ چې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د حملو د بندیدو پورې به خپل عملیاتو ته دوام وکړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې امریکا پرون په ځايي وخت د سهار د ۶ بجو او شپې د ۱۱ بجو ترمنځه د حوثیانو اړوند ۴ بې پيلوټه الوتکې او دفاعي سیستمونو باندې بریدونه کړي دي.
په بیان کې ویل شوي، "دا اقدامات د سمندري تګ راتګ د ازادۍ د ساتنې او د متحده ایالاتو د سمندري او سوداګریزو کښتیو لپاره د نړیوالو اوبو د خوندي کولو لپاره اخیستل شوي،"
حوثیان چې ایران د ایران ملاتړ تر شا لري، د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د هغو سوداګریزو کښتیو په نیولو پیل وکړ چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله بریدونه پیل کړل.