په لبنان د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل برخو د اسرائیلو د پوځ لخوا په ترسره شوو بریدونو کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
2121555
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل برخو د اسرائیلو د پوځ لخوا په ترسره شوو بریدونو کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د لبنان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، د اسرائیلو پوځ د لبنان په سرحدي سیمه ناکوره ښارګوټي کې په یوه کافې خونې باندې توغندیز برید وکړ.
ويل کيږي چې په ناکوره کې په دغه بريد کې لږ تر لږه ٣ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
د اسرائیلو پوځ ددې سربیره د طیر حرفه په ښارګوټي کې پر هغه ودانۍ هوايي برید وکړ چې د اسلامي لټون ټولنې د ملکي خوندیتوب ټیمونه په کې موقعیت لري.
ویل شوي، چې د برید له امله د ملکي خوندیتوب د ډلې ۶ تنه وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ په حبریه ښارګوټي کې د جماعت الاسلامیه د ډلې پورې اړوند د بیړنیو مرستو په ډله باندې هم هوايي برید کړی چې په نتیجه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.