اسرائیل غزې ته د ملګروملتونو مرستندویه کاروانونو ننوتو ته هم اجازه نه ورکوي
فلسطین ویلي دي چې د اسرائیلو لخوا د غزې په شمال کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه او کاري ادارې د خوراکي توکو د کاروانونو مخه نیول به په سیمه کې قحطي لا پسې ژوره کړي.
فلسطین ویلي دي چې د اسرائیلو لخوا د غزې په شمال کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه او کاري ادارې د خوراکي توکو د کاروانونو مخه نیول به په سیمه کې قحطي لا پسې ژوره کړي.
د فلسطين د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپور شوي بيان کې داسرائيلو دا پريکړه غندل شوې او ويل شوي دي چې دا يوه ډيره خطرناکه فيصله ده چې د لوږې او تندې له امله به قحطي او جنايتونه لاپسې ژور کړي .
دا هم یادونه شوې چې دا پریکړه "د ملګرو ملتونو د باور وړ او معتبره ادارې ته چې د فلسطیني کډوالو د ستونزو د حل لپاره کار کوي او نه یوازې په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې ببلکې په سیمه کې د فلسطیني کډوالو د ستونزو د حل په خاطر کار کوي مستقیم ګواښ دی."
په راپور کې ویل شوي چې اسرائیل هڅه کوي د غزې اصلي اوسیدونکي او کډوالو د سیمې څخه د شړولو سره د غزې هویت بدل کړي او د دې هدف لپاره یې د ملګروملتونو اداره په نښه کوي . اسرائیلي په ښکاره توګه په سیمه کې د ملګروملتونو د ادارې د چارو مخنیوی کوي، فعالیت اجازه نه ورکوي او پرسونل ورته وژني.
په اعلاميه کې پر نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه په امريکا غږ شوى چې د دې خطرناکې پرېکړې پر وړاندې چې د ملکي وګړو د وژنې او جبري بې ځايه کولو په معنا ده، مخنیوی وکړي او د جدیت نه کار واخلي.
د بله پلوه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه او کاري ادارې کمشنر جنرال فیلیپ لازارینی د مارچ په ۲۴ اعلان وکړ چې اسرائیل به د د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه او کاري ادارې د خوراکي توکو کاروانونو ته اجازه ورنکړي چې د غزې شمال ته ننوځي ، چیرې چې دا د جبري لوږې او تندې له امله د بشري ناورین لامل شوی.