فلسطین : پر فلسطینیانو د اسرائیلو د روانو بریدونو مخنیوی د امریکا مسئولیت دی

د فلسطین حکومت ویلي، چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي مسؤولیت د امریکا پر غاړه دی.

2118666
فلسطین : پر فلسطینیانو د اسرائیلو د روانو بریدونو مخنیوی د امریکا مسئولیت دی

د فلسطین حکومت ویلي، چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي مسؤولیت د امریکا پر غاړه دی.

د فلسطین د رسمي خبري اژانس WAFA د راپور له مخې، د فلسطین د اطلاعاتو وزیر او د ولسمشرۍ ویاند نبیل ابو ردینه وویل چې اسرائیل د فلسطین د خلکو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او نړیواله ټولنه ننګوي چې د پوښتلو توان نلري.

ابو ردینه خبرداری ورکړ چې پر فلسطیني ولس د اسرائیلي ځواکونو دوامدار بریدونه به د ټولې سیمې د انفجار لامل وګرځي.

" د هر چا امنیت او ثبات به له منځه لاړ شي، هرڅوک به د اسرائیلو د غرور قیمت ادا کړي." ابو ردینه د اسرائیلو سرغړونو ته په اشارې سره وویل، اسرائیل په غزې تړانګه کې خپل نسل وژنې ته دوام ورکوي، په اشغال شوې لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې خپلو وژنو او توقیفونو ته دوام ورکوي او د مسلمانانو او عیسویانو مقدسات تر پښو لاندې کوي.  ابو ردینه د بیړنۍ نړیوالې مداخلې او په ځانګړې توګه له امریکا څخه د زور اخیستو غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې دا اړینه ده.

ابو ردینه له امریکا څخه وغوښتل چې په میدان کې خبرې  په عمل بدلې کړي ، "د امریکا حکومت  زموږ د خلکو پروړاندې د برید د مخنیوي مسؤلیت لري."

ابو ردینه وویل "د امریکا د حکومت لخوا  د اسرائیل د روانو بریدونو د مخنیوي  او د غزې خلک رفح ته په زور سره د کډوالۍ  ته د اړ کولو  د مخنیوي په برخه کې بې تفاوتي په اصل کې د ټولې سیمې امنیت د ګواښ او خطر سره مخامخوي."

ابو ردینه دې ته په اشارې سره چې تاوتریخوالی ته د پای ټکی کیښودل او د سولې، امنیت او ثبات تامین یوازې د فلسطینیانو د خپل مشروع حقوقو د ترلاسه کولو او د یوه خپلواک فلسطیني دولت په رامنځته کولو سره ممکن دی. هغه وویل چې د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې د دوام د مخنیوي لپاره  باید عربي نړۍ د امریکا سره یو ځای لاس په کار شي، ځکه چې که چیرې ددې مخه ونه نیول شي دا به د ټولې سیمې د انفجار لامل شي چې بیا  هیڅوک ترینه تیښته نشي کولې.



اړوند خبرونه