اسرائیلو د سوریې د پلازمینې دمشق پر هوايي ډګر هوايي برید کړی دی.

د اسرائیلو لخوا د سوریې د پلازمینې  دمشق په هوايي ډګر په ترسره شوي هوايي برید کې د رژیم دوه تنه سرتیري وژل شوي دي.

1926402

د سوریې د خبري آژانس سانا د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي دي ، چې اسرائیلو په سیمه ییز وخت شاوخوا دوه بجې د دمشق پر هوايي ډګر هوايي برید کړی دی.

په خبرکې ویل شوي، په دغه برید کې د رژیم ۲ تنه عسکر ووژل شول، دغه راز هوايي ډګر هم له فعالیته  وتلی دی.

د ویلو ده چې د رژیم د پوځ سربیره د ایران د انقلابي ګارډ تر قوماندې لاندې ترهګرې ډلې او په ځانګړې توګه د لبنان د حزب الله عناصر په پلازمینه دمشق او د ​​کلیوالو سیمو کې شتون لري.

د اسد رژیم هم ادعا کړې وه چې اسرائیلي ځواکونو د ډسمبر په ۲۰مه پر دمشق برید وکړ.

اسراییلي چارواکي عموماً د سوریې پر خاوره د بریدونو په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پیل شوې، اسرائیل وخت په وخت په سوریه کې د ایران پلوه ډلو او د رژیم پر پوځي مرکزونو بریدونه کوي.

اړوند خبرونه