د حماس مشر : اسرائیلو زمونږ لخوا د اوربند د تړون د منلو په ځواب کې په رفح ښار برید وکړ
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي، چې دوی په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی، خو اسرائیلو ددې اقدام په ځواب کې د رفح پر ښار ځمکنی برید پيل کړ.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ویلي، چې دوی په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی، خو اسرائیلو ددې اقدام په ځواب کې د رفح پر ښار ځمکنی برید پيل کړ.
اسماعیل هنیه د نقبه (ستر ناورین) د ۷۶ کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل، سره له دې چې له نقبه څخه ۷۶ کاله تیر شول، چې اسرائیلو د فلسطین په تاریخي خاوره کې د خپل تاسیس اعلان وکړ، خو دوی نن ورځ هم د «له منځه تللو» ویره لري. پر دوې کې د منځه تلو ویره دوام لري.
هنيه ددې خبرې په ټینګار سره چې د مصر او قطر سربیره د امریکا په منځګړيتوب په غزه کې د اوربند لپاره خبرې اترې په بشپړه توګه مثبتې وې، وويل "حماس د مصر او قطر د هڅو هرکلی کوي، چې په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې د یقیني کولو لپاره د منځګړیو په توګه کار کوي. خو له بده مرغه چې اشغالګرو زمونږ لخوا د اوربند د منلو په ځواب کې د رفح پر ښار د مځکني برید د پیلولو سره ځواب ورکړ."
هنیه ټینګار وکړ چې حماس به له نورو فلسطیني ډلو سره په ګډه د غزې د جګړې د درولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
اسماعیل هنیه دې ته په اشارې سره چې امریکا لا هم په حماس باندې د اوربند د خبرو اترو د سبوتاژ کولو تور پورې کوي، وویل چې دا د دې ښودنه کوي چې امریکا په پوځي او سیاسي لحاظ د غزې د نسل وژنې ملاتړ کوي او د اسرائیلو څنګ ته دوام لري.
هنیه د اسرائیلو پر خلاف چې پر غزې بریدونو ته دوام ورکوي د اوچت شوو ګامونو په اړه وویل، تورکیې د اسرائیلو سره په بشپړه توګه خپل تجارت ختم کړ او سویلي افریقا د جزا په نړۍواله محکمه کې د اسرائیلو پر خلاف د نسل وژنې د ترسره کولو له امله اقامه د دعوا کړې ده . مونږ ددې ټولو پرمختګونو نه تود هر کلی او ستاینه کوو.