د عراق په سویل کې د بصرې په ښار کې یوه ستره چاودنه شوې ده .
د عراق د بصرې په ښار کې چاودنه شوې
1744143
د عراق په سویل کې د بصرې په ښار کې یوه ستره چاودنه شوې ده .
د بصرې ښار امنیتي سرچینو د خبر له مخې دا چاودنه نن سې شنبه د دسمبر ۷ مه نیټه
رامنځته شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د په یو موټر کې شوې ده . د بصرې ښار روغتیايي چارواکیو په چاودنه کې د ۴ تنو ملکي وګړو د وژل کیدو او ۴ تنو نور د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
چاودنه د بصرې ښار د السمود څلور لارې کې د جمهوریت روغتون ترڅنګ شوې ده .
د بصرې د روغتیا ریاست ویلي دي چې ددې پیښې ۴ تنه مړي او ۴ تنه هم ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.د بله پلوه ځینو ځايي رسنیو د مرګ ژوبلې شمیره ۱۲ تنه ښودلې ده .
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.
امنیتي ځواکونو د پيښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.