په سوریه کې د انګلیس ځواکونو پر پوځي‌ هډې هوايي بریدونه شوي

په سوریه کې د التنف په نامه د بهرنیو ځواکونو پر پوځي‌‌ هډه کې د درندو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي.

1722654
په سوریه کې د انګلیس ځواکونو پر پوځي‌ هډې هوايي بریدونه شوي

 

په سوریه کې د بشري‌ حقونو نه د څار سازمان  ویلي‌ دي  چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو د التنف پر پوځي‌ هډه کې د درندو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي.

یاد شوي‌ سازمان ویلي دي‌ چې دا چاودنې د هوايي‌ برید په نتیجه کې رامنځته شوي‌ دي.

داسې احتمال شتون لري‌ چې دا بریدونه د نامعلومو ډرون الوتکو لخوا ترسره شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ دا بریدونه پداسې حال کې شوي‌ دي  چې  بهرني‌ ځواکونه ددې پوځي‌ هډې نه وتلي‌ وو او په شاوخوا کې ځای په ځای شوي‌ وو.

د التنف پوځي‌ هډه کې مستقرو بهرنیو ځواکونو پر هډې د بریدونو په اړه راپور ترلاسه کړی وو چې د همدې امله  د هډې نه وتلي‌ وو او په شاوخوا کې مستقر شوي‌ وو.

د امریکا د مرکزي‌ قوتونو قومندانۍ د بریدونو پخلی کړی او ویلي‌ دي‌ چې ځاني‌ تلفات نلري. پدې بریدونو کې هیچا ته ځاني‌ زیان ندی اوښتی.

د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. همداشان دا معلومه نده چې دا برید د چا لخوا شوي‌ دي.



اړوند خبرونه