په بغداد کې پوځي‌ چورلکې سقوط کړی

د عراق په پلازمینه بغداد کې پوځي‌ چورلکې سقوط کړی دی.

1682119
په بغداد کې پوځي‌ چورلکې سقوط کړی

 

د عراقي‌ رسنیو د خبر له مخې  یوې پوځي‌ چورلکې  د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو پر مهال په پلازمینه بغداد کې سقوط کړی دی.

پدې پيښه کې پنځو تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی. دا چورلکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

عراقي‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې تر اوسه پورې دا لا معلومه نده چې دا چورلکه د ترهګرو لخوا ویشتل شوې او که د تخنیکي‌ ستونزې له امله لویدلې ده .

د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه