حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د انتحاري ډرون او بالستیک توغندیو سره بریدونو نه خبر ورکړی
حوثي یاغیانو یو ځل بیا پر سعودي عربستان د انتحاري ډرون الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان په سویل لویدیځ کې په خمیس مشیط ښار باندې د دوو انتحاري ډرون الوتکو د برید نه خبر ورکړی دی.
د ائتلاف ویاند ویلي دي چې د سعودي عربستان دافع هوا ځواکونو د حوثي یاغیانو لخوا رالیږل شوي دوو انتحاري ډرون الوتکې د خمیس مشیط ښار په هوايي حریم کې تثبیت او له منځه یوړې.
همداشان سعودي عربستان دافع هوا ځواکونو د حوثي یاغیانو لخوا راتوغول شوو دوو بالستیک توغندیو په هوا کې د شنډولو نه هم خبر ورکړی دی.
د بله پلوه د حوثي یاغیانو د پوځي څانګې ویاند یحیی سریع د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د سعودي عربستان د نجران، ابها او خمیس مشیط په ښارونو کې پر پوځي نقطو د ۵ بالستیک توغندیو او ۵ انتحاري ډرون الوتکو سره د برید کولو نه خبر ورکړی دی.
سعودي عربستان بیا ویلي دي چې د حوثي یاغیانو ټول بریدونه يي په هوا کې شنډ او لمنځه وړي دي.
د ایران د قوي ملاتړ نه برښمند حوثي یاغیان وخت نا وخته د سعودي عربستان په سویلي برخو د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره بریدونه کوي.