په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې د انتحاري ډرون الوتکو سره برید شوی
په عراق کې د ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی
1652478
په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې د انتحاري ډرون الوتکو سره برید شوی دی.
د عراق د پوځ سرچینو ویلي دي چې نن یکشنبه د سهار په ساعتونو کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د عین الاسد په نامه پر پوځي هډې د انتحاري ډرون الوتکو سره برید شوی دی.
سرچینې ویلي دي چې د نوموړې پوځي هډې دفاعي سیستم انتحاري ډرون له امله په هوا کې له منځه وړي دي.
پدې پيښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي. د ویلو ده چې په عراق کې وخت نا وخته د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر هډو توغندیز، راکټي او د انتحاري ډرون الوتکو سره بریدونه کیږي.
د ویلو ده چې تیره شپه هم په عراق کې د ائتلافي ځواکونو پر مرکز راکټي برید شوی وو .
ائتلافي ځواکونو تیره شپه ویلي وو چې ددې پر مرکز یو راکټ لګیدلی دی خو چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.