د عراق په شمال کې د اربیل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی دی
د عراق په شمال کې د اربیل ښار په نړۍوال هوايي ډګر کې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ائتلافي ځواکونو پر هډې برید شوی دی.
1621540
د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اربیل په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په مشرۍ د نړۍوال ائتلاف پر پوځي هدې ډ ډرون پر مټ برید شوی دی.
د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د تحقیقاتو نه وروسته معلومه شوه چې د اربیل پر هوايي ډګر کې د امریکا پر مشرۍ د نړۍوالو ائتلافي ځواکونو پر پوځي هډې برید د ډرون پر مټ شوی دی.
پدې برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو د هډې یوې برخې اور اخیستی دی.
د بله پلوه د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه د یو توغندي نه کار اخیستل شوی دی.