د قطر امیر شیخ تمیم د سعوديعربستان د پاچا ملک سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د قطر امیر د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان د پاچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژآنس د خبر له مخې د قطر امیر شیخ تمیم د سعودي پاچا ملک سلمان ته د ټیلیفون په کولو سره هغه ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله مبارکي ورکړه.
همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان هم د قطر امیر ته د روژې د رارسیدو له امله مبارکي وویله .
دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دواړه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې او تبادل د نظر کړی دی.
د یادولو وړ ده چې د قطر امیر د ۲۰۱۷ کال د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج هیوادونو لخوا پر قطر ددوې په کورنیو چارو کې د مداخلې په ادعاء سره د لګولو تحریمونو او ټولو اړیکو د پرې کولو نه وورسته لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان د پاچا سره ټیلیفوني خبرې وکړې .
د خلیج هیوادونو او قطر ترمنځه د روغې جوړې نه وروسته د قطر امیر د خلیج د شورا په غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته سفر کړی وو.