د سوریې د جرابلس او الباب په سیمو د بالستیک توغندی برید شوی

د سوریې په شمال کې د ترکیې سره په پوله کې د الباب او جرابلس په سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه وشو.

1596107
د سوریې د جرابلس او الباب په سیمو د بالستیک توغندی برید شوی

 

د ځايي سرچینو د خبر له مخې تیره شپه د ترکیې سره په پوله کې د جرابلس ولسوالۍ د حامرا او د الباب ولسوالۍ په شمال ختیځ کې د تارحین په سیمو د بالستیک توغندیو برید وشو.

ویل کیږي دا توغندي په سیمو کې د تیلو د چاڼ ځایونو او ډیپلوګانو باندې شوي دي.

پدې بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. همداشان پدې بریدونو کې په لسګونو  د تیلو ټانکرانو اور اخیستی او چاودلی دي.

د سیمه ایزو سرچینو د خبر له مخې پدې بریدونو کې د ۴ تنو د وژل کیدو او ۲۸ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. دا لا معلومه نده چې دا توغندي د چا  لخوا راتوغول شوي دي.

ویل کیږي کیدای شي چې د مړو او ټپیانو شمیره نور هم لوړه شي.د ویلو ده چې پدې سیمه نږدې یوه میاشت مخکې هم د بالستیک توغندي برید شوی وو چې ګن شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.



اړوند خبرونه