د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یو بل ډیر مهم غړی ونیول شو
د سعودي عربستان د بیعت د شورا یو غړی ونیول شو
په سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ یو بل ډیر مهم غړی هم ونیول شو. د سعودي عربستان د بیعت د شورا غړی محمد بن سعد ال سعود د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په امر د کودتا د پلان په تور ونیول شو.
د انګلستان د میډل ایست ای خبري سایټ د خپرونو عمومي مشر داوید هیرتس لخوا په لیکل شوي خبر کې ویلي دي چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یو بل مهم غړی هم ونیول شو. په خبر کې راغلي دي چې د سعودي عربستان یو بل مهم شهزاده ونیول شو.
د خبر له مخې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې غواړي د پاچاهۍ په تخت کیني دا ځل يي د هیواد د بیعت د شورا غړی محمد بن سعد ال سعودي ونیو.
ویل کیږي بن سعد د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان وراره او د محمد بن سلمان د تره زوی دی.
سعودي عربستان حکومت په هیواد کې د شاهي کورنۍ د یو زیات شمیر غړیو د نیولو خبر نه رد کړی او نه يي په اړه ورته رسمي څه ویلي دي.
یاد شوي خبري سایټ ادعا کړې ده چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان غواړي چې د نوامبر په میاشت کې په سعودي عربستان کې د جي شل سرمشریزې د جوړیدو نه مخکې د هیواد واک او اختیار په لاس کې واخلي او د پاچاهۍ په تخت کیني.
په خبر کې راغلي دي چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په تخت د کیناستو په خاطر په خپل پلار هم فشارونو ډیر کړي دي. د بله پلوه د ملک سلمان بن عبدالعزیز روغتیايي حالت هم د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په خرابیدو دی. ملک سلمان غواړي چې د مرګ نه مخکې تخت خپل زوی ولیعهد شهزاده ته پریږدي. همداشان ولیعهد شهزاده بیا د بیعت په شورا د خپل پلار ددې پریکړې د منلو په خاطر غواړي هغوې وډاروي.