اسراییلو نن د مې ۱۴ مه په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په اذان کولو بندیز ولګو

اسراییلو نن  د مې ۱۴ مه  په بیت المقدس کې  په جوماتونو کې په لوړ غږ په اذان کولو  بندیز ولګو.

970000
اسراییلو نن د مې ۱۴ مه په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په اذان کولو بندیز ولګو

اسراییلو نن  د مې ۱۴ مه  په بیت المقدس کې  په جوماتونو کې په لوړ غږ په اذان کولو  بندیز ولګو.

د بیت المقدس  ښاروالۍ  نن  د مې ۱۴ مه  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا په اسراییلو کې خپل سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقال او په رسمي توګه د پرانیستو  په خاطر د جوړیدونکو  جشنونو  له امله  په بیت المقدس کې  په جوماتونو کې په لوړ غږ د اذان په کولو سره  بندیز ولګو.

فلسطین  ویلي دي چې  په بیت المقدس کې د جشنونو او خوښیو په خاطر په جوماتونو کې په اذانونو  بندیز لګول  د عبادت د ازادیو ښکاره اخلال  دی.

د فلسطین د دیني چارو او وقفونو وزیر یوسف ادیس  ویلي دي چې  په بیت المقدس کې په جوماتونو کې په لوړ غږ د اذان په کولو په مسله کې د بیت المقدس د ښاروالۍ پریکړې په رسمیت نه پيژني.

هغه وویل چې  اسراییل حکومت غواړي چې ددې بندیز سره  په بیت المقدس کې د مسلمانانو غږونه  ټپ کړۍ خو پدې به قادر نشي.

هغه زیاته کړه چې  بیت المقدس کې د امریکا  د سفارت د ودانۍ د پرانیستو په خاطر  لګیدلی بندیز په رسمیت نه پیژني  او دا ډول  بندیزونه کومه ګټه هم  نلري.



اړوند خبرونه