امريكايي جاسوس: تر بوش، صدام غوره بولم.

امريكا د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتو د ادارې `` سي آى اېې`` يو تن جاسوس چې د صدام حسين د نيول كېدو وروسته يې ترې پوښتنې ګروېګنې كړې وې، په يوې مركه كې د صدام د استنطاق په اړه معلومات وركړل.

645181
امريكايي جاسوس: تر بوش، صدام غوره بولم.

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتو د ادارې `` سي آى اېې`` يو تن جاسوس چې د صدام حسين د نيول كېدو وروسته يې ترې پوښتنې ګروېګنې كړې وې، په يوې مركه كې د صدام د استنطاق په اړه معلومات وركړل.

دا جاسوس چې جان نېكسن نوميږي، په ۲۰۰۳م كال كې د صدام د نيول كېدو وروسته ورته دنده وسپارل شوه چې له نوموړي پوښتنې وكړي. نيكسن په ۱۹۹۸م كال كې په سي آى اېې كې په دنده پيل وكړ چې د همدې مودې راهيسې يې د صدام په اړه معلومات راټولول.

جان نېكسن د بي بي سره په يوې مركه كې ويلي دي چې د صدام حسين تر نيول كېدو وروسته راته دنده وسپارل شوه چې د نوموړي سره خبرې وكړم.

د نېكسن په وينا د صدام حسين سره د خبرو پر مهال يې درك كړه چې په مېډيا كې د نوموړي په اړه د ناوړه تصوير برخلاف هغه انساني اړخ هم درلود. `` د خبرو پر مهال اغېزمن، مودب، ټوكي او ښه شخصيت وو. خو ځينې وختونه يې خپل تياره اړخ هم ښودلو. چې كله به په غوسه شو نو وېروونكې څېره يې درلودله.``

د لومړني ملاقات وروسته ورته صدام ويلي ول چې څو مېاشتې يې له چاسره خبرې نه دي كړي ددې امله خوشاله دى.

نېكسن وايي چې د پوښتنو اصلي هدف د ټولوژنې د وسلو د موندلو په اړه وې. دا د سپينې ماڼۍ يواځينۍ غوښتنه وه. د پوښتنو پر مهال پدې قانع شو چې صدام كلونه وړاندې د اتومي وسلو د جوړولو پروګرام پرې ايښى دى او د بيا پيل اراده يې هم نه لري.

د نېكسن په وينا دا راپور د جورج بوش خوښ نشو او له ماسره يې د ليدنې ډډه وكړه.

د بوش په اړه نظر

جان نېكسن د جورج بوش په اړه بيا بل ډول فكر لري. هغه وايي چې ``د داسې يو انسان په توګه چې  د بوش او د صدام حسين دواړو سره يې د روغبړ كولو فرصت ترلاسه كړى دى، صدام حسين تر جورج بوش غوره بولم او له هغه سره وخت تېرولو ته ترجېح وركوم.``

نېكسن وايي چې بوش له حقيقت د مخامخ كېدو پلان نه درلود. هغه د خپلو مشاورينو سره د خبرو پر مهال يواځې خپل سر ښورولو او نور يې هېڅ نه كول. بوش پدې فكر نه كولو چې تر صدام وروسته به په عراق كې څه پېښ شي. كه داعش ته وكتل شي نو د صدام د اقتدار په موده كې په سيمه كې سوله وه.



اړوند خبرونه