په پلوچستان کې د ماین پاکۍ په ډلۍ وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماین پاکۍ پر ټیم د وسله والو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
2123173
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماین پاکۍ پر ټیم د وسله والو په برید کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې وسله والو د ماین پاکۍ په ټیم چې د اکرا کور ډیم په شاوخوا کې ماینونه پاکول برید وکړ.
په بريد کې ۲ عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۴ نور ټپيان شول.
د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.