په ایران کې د چهارشنبې سوري د جشن په لمانځونو کې ۱۴ تنه مړه او په زرګونو تنه ټپیان شوي دي
په ایران کې د هجري شمسي کال د وروستۍ چهار شنبې یا چهار شنبې سوري د شپې د جشن په مراسمو کې د رامنځته شویو پېښو له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۲۵۳ تنه ټپیان شوي دي.
په ایران کې د هجري شمسي کال د وروستۍ چهار شنبې یا چهار شنبې سوري د شپې د جشن په مراسمو کې د رامنځته شویو پېښو له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۲۵۳ تنه ټپیان شوي دي.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، په ټول هیواد کې د فبرورۍ له شلمې نیټې څخه پیل شوي د چهارشنبه سوري د جشن د تیاریو له بهیر څخه چې د مارچ تر۱۲ مې نیټې ، ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۵۳ تنه ټپیان شوي دي. د ویلو ده چې د ټپیانو څخه ۱۸۹ تنو خپل د وجود غړي له لاسه ورکړي او ۹۸۱ د مختلفو درجو سوځیدلي دي.
په پلازمینه تهران کې د ماښام په ساعتونو کې پیل شوو جشنونو کې هوايي فشنګونه، اتش فشانونو او کله ناکله هم د پټاقیو نه کار اخیستل کیږي.
په ښار کې د اتش فشانونو او هوايي فشنګونو له امله اسمان لوګي پوښلی وو. نږدې په هره کوڅه او سړک کې د هوايي فشنګونو او پټاقیو د کارولو له امله د باروتو بوی شتون لري.
په جشنونو کې پداسې حال کې چې ځینو کسانو اتش فشانونو او هوايي فشنګونو الوزولو ته ترجیح ورکوله او ځینو نورو بیا د اور له سر څخه ټوپونه وهل.
د چاودنو غږونه په ټول ښار کې اورېدل کېدل چې د شپې تر نیمې یې دوام وکړ.
په ایران کې هر کال د کال په وروستۍ چهارشنبه کې د سوري چهارشنبې په چشنونو کې په سلګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي او په زرګونو تنه نور ټپیان کیږي.