په ایران کې د تیلو په چانځای کې چاودنه شوې
د ایران په سویل کې د بندر عباس د تېلو په چاڼځای کې د چاودنې له امله یو تن کارګر مړ او ۳ تنه ټپیان شوي چې د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.
2112513
د ایران په سویل کې د بندر عباس د تېلو په چاڼځای کې د چاودنې له امله یو تن کارګر مړ او ۳ تنه ټپیان شوي چې د یو تن روغتیايي حالت يي ښه ندی.
د ايران د رسمي اژانس ايرنا د خبر له مخې، د هرمزګان ولايت د بندر عباس د نفتو په چاڼځای کې چاودنه شوې، چې لامل يې تر اوسه معلوم نه دی.
د ایران د بندر عباس والي حبیب بهادري د ایران له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د نفتو په چاڼځای کې د کار پر مهال یوه حادثه رامنځ ته شوې، چې له امله یې چاودنه شوې ده . هغه ویلي دي، چې په دې پېښه کې د افتاب د تېلو د شرکت یو کارکوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړ. په پیښه کې ۳ تنه نور ټپيان شوي دي."
ویل شوي، چې په ټپیانو کې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.