د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د بلوچستان په پشین سیمه کې د ولسي جرګې د خپلواک نوماند اسفندیار خان کاکړ د دفتر مخې ته ځانمرګی برید شوی دی.
2099023
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د بلوچستان په پشین سیمه کې د ولسي جرګې د خپلواک نوماند اسفندیار خان کاکړ د دفتر مخې ته ځانمرګی برید شوی دی.
په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
ویل شوي چې د برید پر مهال اسفندیار خان کاکړ په خپل دفتر کې نه و.
د دغه ولایت په قلعه سیف الله سیمه کې د اسلامي علماو ګوند د ټولنې پر ودانۍ ځانمرګی برید شوی.
په برید کې ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي چې د جمعیت علمای اسلام بلوچستان مشر مولانا عبدالواسع د برید نه ژوندي ژغورل شوی دی.