په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز ډله ایز برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو په برید کې ۱۰ پولیس افسران وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

2097458
په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز ډله ایز برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو په برید کې ۱۰ پولیس افسران وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې وسله والو د شپې پر مهال د پولیسو پر مرکز د لاسي بمونو او سپکو وسلو برید کړی دی.

د ډیرې اسماعیل خان پولیسو یو تن مشر ناصر محمود خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا برید د درابن په سیمه کې رامنځته شوی دی. برید د شپې په ۳ بجو رامنځته شوی دی.

د برید نه وروسته نښته پيل شوه چې یونیم دوه ساعته يي دوام پیدا کړ.

د بله پلوه د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو مشر حیات ګنډا خبري رسنیو ته ویلي دي چې نږدې ۳۰ تنو ترهګرو پدې برید کې ګډون درلود. ترهګرو د پولیسو په مرکز د درې خواو نه برید کړی دی. د هغه په وینا برید کوونکو د یو څه مودې لپاره د پولیسو مرکز اشغال کړی هم وو.

هغه وایي په دغه برید کې ۱۰ تنه پولیس وژل شوي، ۶ نور ټپیان شوي دي.

دا برید پداسې حال کې کیږي چې په  پاکستان کې  د فبروري په اتمه نیټه یعنې د پنجشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې کیږي.

ویل کیږي برید کوونکي د برید نه وروسته د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستې د پیښې د ځای نه په تښته بریالي شوي دي.

د پاکستان امنیتی ځواکونو د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه علمیات پیل کړي دي.

تر اوسه چا د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وسله والو له خوا بریدونه مخ په زیاتیدو دي.

د اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) چې پر ضد یې جګړه کوي، په افغانستان کې پټ شوي دي او د طالبانو حکومت د دې سازمان پر ضد اقدامات نه دي کړي.

له بلې خوا افغانستان د پاکستان دا ادعاوې ردوي او وايي چې په دغه هېواد کې له امنیتي ستونزو سره هېڅ تړاو نه لري.



اړوند خبرونه