په بلوچستان کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه سیاسي ګوند پر غونډې د بمي چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
2095439
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه سیاسي ګوند پر غونډې د بمي چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د بلوچستان ایالت په سبي ولسوالۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند (پي ټي آی) پر ټاکنیزې جلسې ، ځانمرګی برید شوی دی.
ددې برید مسؤولیت تر اوسه پورې چا پړه پر غاړه نه ده اخيستې، چې په ترڅ کې يې ۴ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د فبرورۍ په اتمه د پارلماني نه مخکې په ترهګرو حملو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ په بلوچستان کې د بلوچستان د ازادۍ ځواکونو په نامه بیلتون غوښتنکې ډلې د مچ په ښار کې په یو زندان د درندو او سپکو وسلو سره برید وکړ چې په نتیجه کې ۵ تنه برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول. پدې برید کې د پاکستان امنیتی ځواکونو ته د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.