د ایران او پاکستان سفیران به د روانې اونۍ په منځ کې خپلو دندو ته ستانه شي

پاکستان او ایران موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو سفیران به  د جنورۍ تر ۲۶مې نیټې پورې خپلو دندو ته ستانه شي.

2091875
د ایران او پاکستان سفیران به د روانې اونۍ په منځ کې خپلو دندو ته ستانه شي

پاکستان او ایران موافقه کړې چې د دواړو هېوادونو سفیران به  د جنورۍ تر ۲۶مې نیټې پورې خپلو دندو ته ستانه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته تهران او اسلام اباد موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو سفیران  به  د جنوري تر ۲۶ مې پورې بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

په خبرپاڼه  کې ويل شوي چې د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان به د جنوري په ٢٩مه د وزير جيلاني په بلنه پاکستان ته سفر وکړي.

ایران د جنورۍ په ۱۶مه اعلان وکړ چې د پاکستان په خاوره کې یې د توغندیو او الوتکو په وسیله ترهګریز عناصر په نښه کړي دي.

پاکستان د ایران لخوا ددوې پر خاوره برید د خپل ملي حاکمیت او فضايي حریم نه سرغړونه وبلله او وویل چې په برید کې ګنشمیر ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اسلام اباد ادارې د جنورۍ په ۱۷مه په  تهران کې خپل سفیر هیواد ته  وربللو پرېکړه وکړه ، او د ایران نه هم غوښتنه وکړه چې خپل سفیر يي ایران ته سفر کړی وو پاکستان ته راونه لیږي.

وروسته پاکستان د ایران د برید په ځواب کې د ایران په خاوره کې د ترهګرو په پټنځایونو د توغندیو بریدونه وکړل.

ایران اعلان وکړ چې د پاکستان په بریدونو کې ۹ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه