د ایران لخوا پر پاکستان د توغندیو د برید نه وروسته داځل پاکتسان د ایران په خاوره برید وکړ

پاکستان اعلان وکړ چې د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې یې د ترهګرو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

2090120
د ایران لخوا پر پاکستان د توغندیو د برید نه وروسته داځل پاکتسان د ایران په خاوره برید وکړ

پاکستان اعلان وکړ چې د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې یې د ترهګرو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیستان بلوچستان ایالت کې د ترهګرو پر پټنځایونو یو لړ حساس پوځي بریدونه ترسره شوي چې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼ شمېر "ترهګر" وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تیرو څو کلونو کې له ایران سره په تماسونو کې د ایران په ناکراره سیمو کې د پاکستاني ترهګرو د خوندي پټنځایونو په اړه جدي اندیښنې په پرله پسې ډول د تهران له ادارې سره شریکې شوي دي.

بیان کې ویل شوي چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې خپل مشروع حق نه استفاده کړې ده  او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په هر ډول پلمو وننګول شي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستان دغه اقدام د ټولو ګواښونو په وړاندې د هېواد د ملي امنيت د ساتنې او دفاع لپاره د هغه د نه ستړې کېدونکې هوډ څرګندونه کوي او د خپلو خلکو مقدساتو ، ارزښتونو او امنيت د ساتنې لپاره به ټول اړين ګامونه پورته کوي.

"پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی کوي. د دې اقدام یوازینۍ موخه د پاکستان امنیت او ملي ګټې دي. دا ګټې تر ټولو مهمې دي او هېڅکله  به اجازه ورنکړي چې له خطر سره مخامخ شي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایران یو ورور هیواد دی او د پاکستان خلک د ایران خلکو ته ډیر احترام او  مینه لري او اسلام آباد تل د ترهګرۍ د ګواښ په شمول د ګډو چیلنجونو په مقابل کې په خبرو اترو او ملګرتیا ټینګار کړی دی. د ګډو حل لارو موندلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې ایران د جنورۍ په ۱۶مه د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې په دغه برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي. پاکستان چې له تهرانه  خپل سفیر د رابللو پرېکړه کړې، تهران ته خبرداری ورکړی چې په اسلام اباد کې د ایران سفیر چې دا مهال ایران ته تللی دی، د یوې مودې لپاره دې پاکستان ته نه راځي.

د بله پلوه ایران د  پاکستان د هوايي برید په اړه اعلان کړی چې "د سرحدي سیمې پر یوه کلي د توغندي په برید کې درې ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي."

"جیش العدل" چې په ایران کې یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي، وخت ناوخته د پاکستان سره په پوله د سیستان-بلوچستان په ولایت کې وسله وال فعالیتونه تنظیموي او ادعا کوي چې دا د "سني بلوڅانو د حقونو دفاع کوي".



اړوند خبرونه