د پاکستان لخوا پر ایران د توغنديو په برید کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ایران اعلان کړی، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې پر یوه کلي د توغندي په برید کې د ۳ ښځو او ۴ ماشومانو په ګډون ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

2090142

د ایران د سیستان-بلوچستان ولایت مرستیال والي علي رضا مرحمتي د ایران له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان نن سهار د دغه ولایت په سرحدي سیمه کې پر یوه کلي توغندیز بریدونه کړي دي.

ایراني چارواکي په دغه برید کې ۳ بهرنیو وګړو  ښځو او ۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

مرحمتي د دغه ولایت په سیروان ښار کې هم د یوې چاودنې د رامنځ ته کیدو په اړه وویل، چې مرګ ژوبله یې نده رامنځته کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پټنځایونو" په وړاندې یو لړ خورا همغږي شوي او په ځانګړي ډول په نښه شوي حساس پوځي بریدونه ترسره شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سیستان بلوچستان په ولایت کې د «ترهګرو د پټنځایونو» پر ضد یو لړ حساس پوځي بریدونه ترسره شوي او د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر «ترهګر» وژل شوي دي.

اړوند خبرونه