په ایران کې د سلیماني‌ د تلین پر مراسمو د بریدونو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست

د ایران په کرمان ښار کې د تیرې چارشنبې د خونړیو ترهګریزو بریدونو پړه  داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته.

2084463
په ایران کې د سلیماني‌ د تلین پر مراسمو د بریدونو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست

د ایران په کرمان ښار کې د تیرې چارشنبې د خونړیو ترهګریزو بریدونو پړه  داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته.

د داعش ترهګرې ډلې اړوند په ټیلیګرام پاڼو کې په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په ایران کې ترهګریز بریدونه ځانمرګي بریدونه وو.

په بیان کې ویل شوي چې "په کرمان کې د قاسم سلیماني قبر ته څېرمه د دوو ځانمرګو بریدګرو له خوا په ترسره شویو بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسانو ته مرګ ژوبله اړول شوې ده."

د ايراني رسنیو د يوې ناڅرګندې سرچينې له قوله ویلي‌ دي، په لومړنیو څيړونو کې موندل شوې ده چې  لومړۍ چاودنه د يوه  نارینه ځانمرګي بريدګر له خوا ترسره شوې،  چې  د بریدګر د هغه د هويت د معلومولو لپاره هڅې روانې دي. سرچينې زياته کړې، چې د دويمې چاودنې احتمال هم د ځانمرګي بريد په اړه په پام کې نيول شوى دى.

د ویلو ده چې د تیرې چارشنبې پر ورځ د جنوري په دریمه نیټه د ۲۰۲۰ کال د جنوري په دریمه نیټه د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا  په برید کې د وژل شوي‌ د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني‌ قومندان قاسم سلیماني‌ د مرګ د څلورم تلین د لمانځنې په مراسمو کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې له امله يي ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۸۴ تنه ټپيان شوي‌ دي.


پيوندونه: #بریدونه , #داعش , #ایران

اړوند خبرونه